یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د نن ورځې د کابل برید پای ته رسېدلی دی

د نن ورځې د کابل برید پای ته رسېدلی دی

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي، کابل کې په ۱۱۱مې فرقې شوی بريد د څلورو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد. تر دې مخکې راپورونه ورکول شوي و، چې دغه بريد د مارشال فهيم پر نظامي پوهنتون شوی خو د دفاع وزارت وياند وزيري وايي چې دغه حمله د ۱۱۱ فرقې پر يوه جزوتام شوې ده. د وزيري په وينا، په بريد کې د څلورو سرتيرو د وژل کېدو سربيره لس تنه نور ټپيان شوي هم دي. نوموړی وايي، بريد نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې پيل شو او پنځو بريدګرو پکې برخه لرله چې له ډلې يې يو تن ژوندی نيول شوی او څلور نور وژل شوي دي. د بريد مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: