سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / د نړۍ وتلی ساینسپوه مړ شو

د نړۍ وتلی ساینسپوه مړ شو

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د نړۍ مشهور ساینسپوه سټيفن هاوکینګ نن په خپل کور کې مړ شوی دی. د نوموړي د کورنۍ غړو دغه خبر تایید کړی دی. سټیفن هاو کینګ په نړۍ کې د هغو ګوتو په شمار ساینسپوهانو له ډلې وو، چې د ستورو او کایناتو په اړه یې پراخې څېړنې کړې دي. هغه یې د ساکت او له حرکته لوېدلې وجود په خاطر مشهور و. نوموړي خبرې او حرکات نه شوای کولی، خو د یوه ځانګړي کمپیوټر په وسیله یې خپل نظریات له خلکو سره شریکول. هاوکینګ د ۷۶ کالو په عمر مړ شوی دی. هغه د نړۍ په لسګونو پوهنتونونو کې لکچرونه ورکړي دي، کتابونه یې لیکلي دي، سلګونه مقالې یې د ستورو او فضا په اړه خپرې کړې دي او د انساني ژوند په اړه یې ځانګړی فکر او لیدلوری لرلی دی. ډېری خلکو هغه د نړۍ استثنايي انسان بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *