یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د نیویارک پېښې ۱۷ کلونه اوړي خو لا هم د ۱۱۱۱ مړو هویت نه دی روښانه شوی

د نیویارک پېښې ۱۷ کلونه اوړي خو لا هم د ۱۱۱۱ مړو هویت نه دی روښانه شوی

د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې د سلګونه وژل شوي کسان لا هم نه دي پېژندل شوي. په نیویارک کې یوه تحقیقاتي اداره وایي، چې د نیویارک له پېښې څه باندې ۱۷ کلونه اوړي خو لا هم د ۱۱۱۱ مړو هویت نه دی روښانه شوی. دغه اداره وايي دوی هره ورځ څېړنې کوي، څو د جسدونو د پاتې شونو په مرسته ددوی هویت څرګند کړي. د یادې ادارې د مشرانو په خبره ګڼ امریکایان یې دفتر ته ورځي او د خپلو خپلوانو د پېژندلو کېدو په لټه کې دي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې ۲۹۰۰ کسان ووژل شول او تر ۶۰۰۰ پورې نور ژوبل شول. ددغه بریدونو طراح د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادین وبلل شو، چې وروسته بیا په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو. له دغو بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم برید وکړ، چې دا خونړۍ جګړه تر نن پورې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *