چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / د هالینډ پولیسو ۷ وسله وال نیولي

د هالینډ پولیسو ۷ وسله وال نیولي

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۷مه نېټه) د هالند پولیسو وویل چې دوی د ۷ سخت دریځو ترهګرو په نیولو سره د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولی ده. پولیسو همدا راز زیاته کړې چي دغه کسان په ټول هالند کې د څو چاپو پرمهال نیول شوي دي.

د هالند د څارنوالانو د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ اوه تنه نیولي دي. اعلامیه وړاندې زیاتوي چې پر دغو کسانو شک کیږي چې په هالند کې یې د یوه ستر ترهګریز برید د امادګیو په برخه کې ډیر پرمختګ کړی وو. په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې شکمنو نیول شوو کسانو غوښتل په دغو بریدونو سره ګڼ شمیر قربانیان ووژني.

په اعلامیه کې د څارنوالانو په حواله همدا راز راغلي چې دغو کسانو غوښتل د اتومات وسلو، لاسي بمونو او چاودیدونکو واسکټونو پرمټ په هالند کې یو ستر ترهګریز برید وکړي. په عین وخت کې پولیسو تراوسه پورې د دغو شکمنو نیول شوو کسانو د هدف په هکله جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو د هالند څارنوالانو ویلي چې دغو کسانو غوښتل د نورو بریدونو ترڅنګ موټر بم چاودونه هم وکړي.

Niederlande Polizei Polizist

زیاته شوې ده چې دغه کسان د یوه عراقي وګړي په هکله د استخباراتي معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته تر یوې میاشتې پلټنې وروسته نیول شوي دي. هالندي چارواکو همدا راز ویلي چې نوموړی عراقي چې د دې بریدونو مشري یې پرغاړه درلوده، غوښتل په هالند کې یوه ستره غونډه په نخښه کړي او ګڼ شمیر انسانان له منځه یوسي.

د چارواکو په حواله د نیول شوو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې د هالند د بندري ښار روتردام له ارنهیم او ځینې نور یې بیا دغه ښار ته نږدې د دوو نورو ښارونو په کلیو کې نیول شوي دي. د نیول شوو کسانو په ډله کې پر دوو عراقي اتباعو تور دی چې تر دې وړاندې یې سوریې او عراق ته د تګ هڅې کړي څو د اسلامي دولت یا داعش ډلې په لیکو کې وجنګیږي. هالندي څارنوالانو همدا راز ویلي چې تورن کسان د کلاشینکوف، تومانچو، لاسي بمونو، چاودیدونکو واسکټونو او د ګڼ شمیر موټري بریدونو له پاره د خامو موادو په لټه کې وو. ټاکل شوې نیول شوي کسان چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۴ کلونو په منځ کې دي، د جمعې په ورځ به د هالند په روتردام ښار کې محکمې ته وړاندې کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *