یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / پښتو ادب / د هلمند سيند کلنۍ دوديزه مشاعره د شاعرانو او ليکوالانو په ګډون جوړه شوه

د هلمند سيند کلنۍ دوديزه مشاعره د شاعرانو او ليکوالانو په ګډون جوړه شوه

لښکرګاه ښار کې د هلمند سيند کلنۍ دوديزه مشاعره د شاعرانو او ليکوالانو په ګډون جوړه شوه.

غونډې ته د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې شاعران بايد د سولې لپاره ځانګړي شعرونه و وايي.

دغه راز حيات له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو په ټولو پروسو کې ګډون وکړي او خپل راتلوونکى برخليک په خپله وټاکي.

د هلمند والي په دې مشاعره کې د هلمند د سيند په اړه خپل جوړ کړى شعر هم ولوست.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس فريد احمد فرهنګ وويل چې په دې مشاعره کې د هلمند ترڅنګ له زابل، کندهار، فراه او کويټي او چمن څخه هم شاعرانو او ليکوالانو برخه اخيستې ده.

نوموړي د دې مشاعرې له جوړيدو خوښي وښوده او ويې ويل چې له ځانه سره د سولې پيغام لري.

د يادونې وړ ده چې دغه مشاعره هر کال د وري په مياشت کې د هلمند د سيند پر غاړه جوړيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *