شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د هلمند ځوانان او سپین ږیري د سولې لپاره لاسلیکونه راټولوي

د هلمند ځوانان او سپین ږیري د سولې لپاره لاسلیکونه راټولوي

د هلمند ګڼ شمېر ځوانان د سولې له‌پاره ۵ میلیونه لاسلیکونه راټولوي

د هلمند ولایت ګڼ شمېر ځوانان د سولې له پاره پنځه میلیونه لاسلیکونه راټولوي.

دوی په داسې حال کې د سولې په خاطر د خلکو څخه لاسلیکونه راټولوي چې د هلمند د ځوانانو یوه ډله لا له وړاندې په همدې موخه پلې کابل ته رسېدلې ده او د نړیوالو قدرتونو د سفارتونو مخې ته يې خیمه وهلې ده.

هلمندي ځوانان د سولې لپاره لاسلیکونه ټولوي

هغه ځوانان چې اوس د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لاسلیکونو په راټولولو بوخت دي وايي، که يې امکان و د طالبانو سیمو ته هم ځي او د خلکو نه د سولې له پاره لاسلیکونه راټولوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *