پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د هند او اسلام اباد لوړ رتبه چارواکي سره ګوري

د هند او اسلام اباد لوړ رتبه چارواکي سره ګوري

نوی ډهلي وایي، چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې سره وګوري. یاده خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون کړې ده. هند دا اعلان وروسته تر دې کوي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپل هندي سیال نریندرا مودي ته په یوه لیک کې د کشمیر په ګډون دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچونو او لانجو د حل په خاطر د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار وویل، چې د هند او پاکستان ډیپلوماټان د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر جزییاتو د کار په حال کې دي. د نوموړي په وینا دا کتنه د پاکستان له غوښتنې سره سمه تر سره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *