شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / د هند فضا ته استول شوي سټلایټ پاکستان اندېښمن کړی دي

د هند فضا ته استول شوي سټلایټ پاکستان اندېښمن کړی دي

د پاکستان ګاونډي او سیال هېواد هند نن په یوه بریالۍ تجربه کې وتوانېده چې فضا ته خپل “دښمن څارونکی” سټلایټ واستوي.

دغه سټلایټ د هند هریکوټا سیمې څخه فضا ته واستول شو.

دغه سي ۴۰ سټلایټ کولای شي چې له فضا څخه د ځمکې تصویرونه واخلي. له یاد سټلایټ سره د شپږو نورو هېوادونو مصنوعي سټلایټونه هم استول شوي دي.

د یاد سټلایټ موده پنځه کاله ده. هند د دې سټلایټ په واسطه کولای شي چې په خپله ختیځه او لویديځه پوله پراته دښمنان وڅاري.

دغه سټلایټ ته (په فضا کې سترګه) نوم ورکړل شوی دی.

بل خوا، پاکستان بیا ویلي چې په دې سره به پوځي بې ثباتي رامنځته شي. دغه سټلایټ له هند سره د کشمیر په کنترولېدونکې کرښه په سرجیکل بریدونو کې مرسته کولای شي. د دغه سټلایټ کمرا لویه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: