واشنګټن: امریکايي رسنۍ وايي، د نیویارک په لمنو کې د بېل او هیلري کلنټن له کور سره نږدې یو بم موندل شوی.
د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکلي دي چې دغه بم د امریکا د پخواني ولسمشر بېل کلنټن او د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن په کور کې موندل شوی.
خبر زیاتوي، دغه بم یا چاودېدونکی توکی د هغه بم په څېر دی چې ددې اونۍ په سر کې د یو بشر دوست (فلنتروپېست) جیورج سوروس د کور په مېل باکس کې ځای پرځای شوی وو.