پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د واده مراسمو کې چاودنې ۲۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د واده مراسمو کې چاودنې ۲۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

له لوګر ولایته د خپرو شویو راپورونو له مخې، تېره شپه د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د واده په مراسمو کې د ماین چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. افغان حکومت او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې یوناما په دې وروستیو کې د افغان ملکیانو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه کړې، چې د خپلو بریدونو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *