افغان دولت د ودونو قانون په رسمي جریده کې خپور او د نافذولو اعلان کړی دی.
دغه قانون د عدلیې وزارت له لوري خپور شوی دی. د قانون له مخې د هلک او نجلۍ کورنۍ کولای شي چې د واده مراسم په هوټل یا صالون کې ترسره کړي.
قانون کې د ولور په نوم پیسې اخیستل د نکاح د مخ شرط په نوم اخیستل منع شوي دي.
همداراز د د برات، نو روز، اختریو او نورو ورځو په نوم د ډالیو وړل هم منع اعلان شوي دي.
افغانه ټولنه له هغو یوه ده چې په ځینو سیمو کې یې د واده له پاره شرایط بیخي سخت دي چې له امله یې ځوانان او نجونې تر ډېره په کورونو کې ناست وي.
ولور په ځینو سیمو کې لکونو روپیو ته رسیږي چې زیاتره ځوانان یې د پوره کولو وس نه لري او د پوره کولو له پاره یې بهرنیو هېوادونو ته ځي.
زیاتره خلکو د دغه نوي قانون نافذول ښه ګام بللی دی، خو داسې اندېښنې هم څرګندیږي چې نافذول به یې ستونزمن او وخت به وغواړي.