دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د وسلوالو طالبانو راډیو د یو برید په ترڅ کې له منځه تللي ده

د وسلوالو طالبانو راډیو د یو برید په ترڅ کې له منځه تللي ده

د غزني چارواکي وايي هوايي برید کې يې د طالبانو له لوري فعاله شوې راډيو له منځه وړې ده. د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت امر رمضان محسني دعوه کوي، چې پرون مازیګر يې د زنخان ولسوالۍ په لوله کلي کې «شریعت غږ راډيو» په نښه کړې ده. هغه وايي په دې هوايي برید کې يې شپږ طالبان هم وژلي او درې نور ټپيان کړي دي. نږدې میاشت وړاندې طالبانو په غزني کې د اف ام په ۹۹،۲۰ څپو شریعت غږ راډيو پیل کړه، چې نشرات يې د غزني په ټول ولایت او شاوخوا ولایتونو کې شفاف اورېدل کېدل. دغې راډيو د سهار او ماښام له لوري دوه دوه ساعته خپرونې لرلې، چې پر دیني مسائلو سربېره يې د طالبانو تبلیغاتي خبرونه هم درلودل. طالبانو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ويلي. د چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن پرون له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي نو د سولې لپاره تفاهم لا ښه کېدلی شي. حکومت ویلي سره له سبا د اختر تر پنځمې د دوی له لوري ډزبندیز دی، چې طالبانو هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او ولس يې بې درېغه هرکلی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: