جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د ولسي جرګې هر وکیل ۶۵ لکه افغانۍ د کال لګښت لري

د ولسي جرګې هر وکیل ۶۵ لکه افغانۍ د کال لګښت لري

د ولسي جرګې هر غړی په کال کې شپږ نیم میلیونه افغانۍ لګښت لري د ولسي جرګې د دارالانشا مشر وايي د ولسي جرګې هر وکیل د ورځې ۱۸ زره افغانۍ لګښت لري .
خدای نظر نصر وايي په دې ډول د دې جرګې لپاره هر کال شاو خوا یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کیږي .
نصرت د بي بي سي سره په خبرو کې وویل ، د ولسي جرګې غړي ته د هغه د مرستیال ، موټر چلوونکي ، څلورو ساتونکو ، کور ، ټیلیفون لګښت او معاش له مخې ۲۴۵ زره افغانۍ میاشتنی لګښت ورکول کیږي ، چې ۴۷ زره یې په مالیه کې ګرځول کیږي ، ډېریو وکیلانو له مالیې ورکولو څخه هم سرغړونه کوي .
له دې سره سره ګڼ شمېر وکیلان په اداري فساد تورن دي ، او همدارنګه په دوی باندې تور دی ،چې لویو قراردادونو کې ونډه لري .
خدای نظرنصرت مني چې وکیلان په فساد کې ښکېل دي ، خو په وینا یې کم شمېر په فساد تورن دي ، خو ډېریو یې د سوداګرۍ له لارې پیسې لاسته راوړې دي .
اوسنۍ ولسي جرګې پخپله کاري موده کې ۱۹۱ قانوني طرحې ، فرمانونه او تر ۱۳۰ ډېری نړیوال اسناد او تړونونه چې له امریکا سره امنیتي تړون هم پکې دی ، تصویب کړي دي .
ټاکل شوې د ولسي جرګې د بلې دورې ټاکنې راتلونکې شنبه تر سره شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *