چهارشنبه , مارچ 3 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د ولي خان پوهنتون څخه سلګونه کار کوونکي له دندو ګوښه شوي دي

د ولي خان پوهنتون څخه سلګونه کار کوونکي له دندو ګوښه شوي دي

د مردان عبدالولي خان پوهنتون چارواکي وايي، شاوخوا ۴۴۰ کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي ځکه چې د هغوی د تقررۍ پر ضد شکایتونه شوي ول.

د پوهنتون ویاند میا سلیم د جون پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه د پوهنتون او عدلي ادارو جوړښت چې سېنډيکېټ ورته ویل کېږي د جون پر ۲۹مه د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته وکړه.

د ده په خبره، دا سلګونه کارکوونکي په ۲۰۱۶ز کال کې نوکران شوي ول خو د تقررۍ پر وخت یې د قوانینو سرغړونه شوې وه.

هلته له ګوښه شویو څخه یې ځېنو دا پرېکړه سیاسي بللې ده او ویلي یې دي چې پر ضد به یې د عدالت ورټکوي او احتجاج به هم کوي.

انس امین د پوهنتون د ژورنالېزم په څانګه کې کار کوي او وايي، نه یې چا دریځ اورېدلی او نه چا تر ایستلو مخکې خبر ورکړی وو.

خو د پوهنتون ویاند میا سلیم وايي، په سېنډیکېټ کې د پوهنتون انتظامي چارواکي، د پېښور هایکورټ یو قاضي او د لوړو زده کړو د کمېشن غړي هم شامل ول چې ټولو تحقیقاتي رپورټ تایید کړ او تر ۴۴۰ پورې کارکوونکي یې لرې کړل.

دی وايي، سېنډیکېټ له هغې کمېټۍ هم سپیناوی غوښتی دی چې دا کسان یې مقرر کړي ول.

په ګوښه شویو کې له ۱۱ ګرېډ یا رتبې واخله تر ۱۶مې هغې پورې کارکوونکي شامل دي چې د پوهنتون به بېلا بېلو انتظامي څانګو کې یې دوه کاله کار وکړ.

میا سلیم زیاته کړه چې لرې شوي کسان په ناقانونه توګه ټاکل شوي ول نو ځکه یې د هغوی دریځ نه دی اورېدلی او دا چې هغوی حق لري چې د پرېکړې خلاف عدالت ته ورشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *