یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د وینزویلا په ولسمشر د بې پلوټه الوتکې برید شوی

د وینزویلا په ولسمشر د بې پلوټه الوتکې برید شوی

د وینزوېلا چارواکو ویلي، د ولسمشر نیکولاس مادورو د وینا پرمهال بې پیلوټه الوتکه چاودلې، خو ولسمشر ته کوم زیان نه دی اوښتی. د وینزوېلا د مخابراتو وزیر ویلي،‌ دا د مادورو د وژلو هڅه وه.‌ پېښه کې اوه پوځيان ټپیان شوي. مادورو په یوه پرانیستې سیمه کې د پوځي مراسمو پرمهال وینا کوله،‌ چې ناڅاپه درنه چاودنه رامنځ ته شوه، او بې پيلوټه الوتکه د مراسمو په ځای کې په هوا وچاودېده. د لاتینې امریکا دا هېواد په تېرو څو کلونو کې د سیاسي نارامیو او پراخو اعتراضونو شاهد و. د مخابراتو د وزیر خورخي رودریګیز په وینا، دوې بې پیلوټه الوتکې،‌ له چاودېدونکو توکو ډکې وې، د ولسمشر د وینا مېز ته نږدې چاودلې دي. نوموړي د دغه برید مسؤولیت د وینزوېلا پر مخالفو ښي اړخو اچولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *