دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / اقتصاد / د ټاپي پروژې په عملي کولو او امنیت کې د طالبانو ژمنې د شک وړ دي

د ټاپي پروژې په عملي کولو او امنیت کې د طالبانو ژمنې د شک وړ دي

د ټاپي پروژې په عملي کولو او امنیت کې د طالبانو ژمنې د شک وړ دي. سټار انډ سټرایپس نشریه پخپله یوه مقاله کې لیکي، چې طالبان به په رښتیا د ټاپي پروژې په تطبیق او امنیت کې مرسته وکړي او که به د وخت په تېرېدو خپلې ژمنې ماتې کړي. د امریکا په ویلسن څېړنیز مرکز کې د چارو شنونکي مایکل کوګلمن نشریې ته ویلي، چې ټاپي په سیمه کې یوه ستره اقتصادي پروژه ده او افغان حکومت ددغه پروژې د ترانیزیت له درکه هر کال سلګونه میلیونه ډالر اخیستلی شي. د کوګلمن په خبره، ښايي طالبان تر یوې مودې ددې پروژې په لار کې خنډ جوړ نه کړي، خو کله چې وګوري سلګونه میلیونه ډالر افغان حکومت له دې پروژې ګټه کوي، نو ښایي پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي. ټاپي په سیمه کې د طبیعي ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده، چې افغان حکومت ته به یې د ترانزیت له درکه هر کال څلور سوه میلیونه ډالر ګټه رسېږي. وسله والو طالبانو ژمنه کړې چې ددغه پروژې امنیت به خوندي کوي او د عملي کولو په برخه کې به یې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي. ویل کېږي چې افغان حکومت هم ددغه نللیکي د امنیت لپاره ۷ زره سرتیري
ځانګړي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: