چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / د ټرایبل نیوز له لورې ګرانو کتونکو او مینه والو ته پیغام!!

د ټرایبل نیوز له لورې ګرانو کتونکو او مینه والو ته پیغام!!

السلام علیکم

ګرانو او محترمو ملګرو!

مونږ د ټرایبل نیوز کار کوونکي له تېرو شپږو ورځو راهیسي په غیر موجودیت کې له تاسو څخه معذرت غواړو
ولې چې ځینو غدارانو زمونږ د فیس بک پاڼې د بندولو هڅه کړې وه کومه چې د الله رب العزت په ځانګړې مرسته او د ” ټرایبل نیوز” د کارکوونکو په نه ستړي کیدونکو محنت ناکامه شوه

د ټرایبل نیوز میډیا ټولو کارکوونکو یو ځل بیا عزم کړی دی چې د ګران هېواد او په ځانګړې توګه د پښتنو، قبایلو او بلوڅو د دښمنانو پر وړاندي هر ډول مهم خبر خپروي دغه غږ به په هر حال کې جاري وي. ان شاءالله
مونږ له ټولو ملګرو څخه مننه کوو چې څو څو ځل یې له مونږ سره اړیکې نیولې دې او د دوی په دعاو د دښمن ګذار ناکام شوی دی
په راتلونکي کې له تاسو څخه د همدغسې دعاګانو همکاریو هیله مند یو.

والسلام

د ټرایبل نیوز د ادارې غړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: