دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / د ټرمپ او “سرې چرګې” رستورانت لفظي شخړه روانه ده

د ټرمپ او “سرې چرګې” رستورانت لفظي شخړه روانه ده

ټرمپ په امریکا کې له یوه رستورانت سره په لفظي شخړه بوخت دی. د ټرمپ ویانده سارا سندرز د ویرجینیا ایالت کې یوه رستورانت ته تللې وه. دغه رستورانت سره چرګه نومېږي او د ټرمپ ویاندې ته یې مسوولینو رستورانت ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړې. د رستورانت مدیرې د ټرمپ ویاندې ته ویلي وو، هغه په داسې اداره کې کار کوي چې تبعیض ته لمن وهي او بشریت ته درناوی نه لري، نو ځکه په رستورانت کې ورته ځای نشته دی. له دې پېښې وروسته ټرمپ توند غبرګون ښودلی دی. نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، د سرې چرګې رستورانت د ننه او بهر خیرن دی. ټرمپ ویلي یاد رستورانت دې خپل نظافت ته جدي پام وکړي. د رستورانت مدیرې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا سمه ده، چې دوی پیسې ګټي خو ددې تر څنګ ځنې اصول هم شته دي چې باید مراعات شي. ددې په وینا ترحم او همکاري یې د رستورانت تر ټولو مهم اصول دي او درناوی ورته لري. هغه ویلي چې د ټرمپ د غیر اخلاقي او غیر انساني ادارې کارکوونکو ته هلته ځای نشته دی. هېره دې نه وي چې په امریکا کې زرګونه کسان د ټرمپ د حکومت او اوسنیو تګلارو مخالف دي او دغه ډول پېښې په ډېرو رستورانتونو او پلورنځایونو کې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: