د ټرمپ لور د امریکايي لوبغاړو د تشویق لپاره جنوبي کوریا ته تللې ده. ایوانکا ټرمپ ویلي هلته به د روان ژمني المپیک د سیالیو لیدنه کوي او د جنوبي کوریا له چارواکو سره به ګوري. ایوانکا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له معاش پرته کار کوي او د ولسمشر په ډېری رسمي سفرونو کې برخه اخلي. جنوبي کوریا ته یې هم روان سفر رسمي بلل شوی دی.
