پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستاني پوځ دومره وهلی یم چې ګرځېدی نه شم.ملک عطاء

د پاکستاني پوځ دومره وهلی یم چې ګرځېدی نه شم.ملک عطاء

ملک عطاء: پاکستاني پوځ دومره وهلی یم چې ګرځېدی نه شم

د اسلام اباد په پښتون لاریون کې عمرخوړلی ملک عطا الله جان هم ګډون کوي، هغه وايي په ۲۰۱۲م کال کې پاکستاني پوځیانو د اسلام اباد له موټروې څخه وتښتاوه، چې ۱۸ میاشتې یې په بند کې ساتلی وو او دومره يې ټکولی وو چې اوس پخپله ګرځېدی هم نه شي.
عطا الله جان زیاتوي چې هغه تر مځکې لاندې ساتل شوی وو، نه یې د مځکې سر لیده او نه اسمان او کله به غسل خانې ته تلو نو سترګې به يې هم ور تړلې وې. وایي دومره لوږه یې ورباندې تېروله، چې حتی په دوو اخترونو کې هم په مړه خېټه ډوډۍ ونه خوړله.
ملک عطاالله جان د شمالي وزیرستان د مکین سیمې اوسېدونکی دی. وایي سیمه یې د طالبانو مرکز وو، طالبانو په زور له خلکو ډوډۍ غوښتله، که خلکو نه ورکولای، نو خپلو شخصي زندانونو ته یې اچول، خو وایي پوځ بیا د بند په وخت دا پوښتنې ځنې کولې، چې بیت الله یا نور طالبان ستا کره درتلل که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *