پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / اقتصاد / د پاکستان تولیدي فابریکې د سقوط سره مخ دي

د پاکستان تولیدي فابریکې د سقوط سره مخ دي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي او سوداګریزو ترینګلو اړیکو له امله د خېبرپښتونخوا فابریکې له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

د پښتونخوا د سوداګرۍ د خونې مشر زاهدالله شینواري جیو نیوز ته ویلي چې افغانستان ته په صادراتو کې پام وړ کموالی راغلی او ښيي چې دوه کلونو کې به بېخي بند شي.

شینواری چې پېښور کې فابریکې هم لري، وايي چې دغه کار څو لاملونه لري. د هغه له نظره لومړی لامل خرابې سیاسي اړیکې دي چې پر سوداګرۍ يې هم اغېز کړی دی.

شینواري ویلي چې د پاکستان له لوري د پولې (ډیورنډ کرښې) ادارې پروګرام (بارډر منجمنټ)، په توکو د ټیکس لګول او د پاسپورټ لرلو د شرط تر څنګ څو نور لاملونه دي چې له افغانستان سره يې پر سوداګرۍ اغېز کړی دی.

شینواري دواړه هېوادونه د سوداګرۍ د کمولو مسوول بللي.

افغانستان ته د ډیزاین شویو تختو (چېپ بورډونو) یوه صادروونکي، محمد طاهر ویلي چې وړاندې به يې اویا سلنه تولیدات افغانستان ته صادرول؛ خو اوس يې د صادراتو کچه پنځه څلوېښت سلنې ته راټيټه شوې ده.

طاهر ویلي چې وړاندې يې فابریکه کې درې وخته (درې شفټونو) کې کارګرو کار کاوه؛ خو اوس يې دوه وخته ته راټيټ کړی دی.

د سمیع الله په نوم یو افغان سوداګر چې په کاکا سمیع مشهور دی او د افغانستان د کندز ولایت اوسېدونکی دی، له کلونو راهیسې له پېښور څخه افغانستان ته طبي توکي صادروي، وايي چې وړاندې کلونو کې يې د شپږ میلیونه روپیو صادرات لرل؛ خو اوس دغه کچه دوه میلیونه ته راټيټه شوې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستیو دوه کلونو کې سیاسي اړیکې ډېرې خرابې شوي دي. افغان حکومت په پاکستان د خپلو وسله والو مخالفینو د ملاتړ او پټنځیو ورکولو تور لګوي؛ خو پاکستان يې ردوي.

د چارو ځینې کارپوهان وايي چې سوداګري او سیاست باید سره جلا وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *