سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د پاکستان توپخانو د کنړ ولایت سرحدې سیمو ډیري کورني د غم په ټغر کینولي

د پاکستان توپخانو د کنړ ولایت سرحدې سیمو ډیري کورني د غم په ټغر کینولي

له کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان ختیځو او شمال ختیځو ګڼ شمېر سیمو ته توغندي داغي
دغه توغندي په پرلپسې ډول په هغو سیمو داغل کېږي کومې چې د پاکستان سره پر پوله پرتې دي

تېره ورځ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د شونکړۍ په دره پاکستاني ځواکونو ولسي وګړي هغه مهال په توغندیو وویشتل چې په خپلو کروندو کې یې کار کوه
د دغه ظالمانه بمبار په ترڅ کې یو ولسي وګړی شهید شوی او اووه نور ټپیان دی چې پکې د درې ټپیانو حالات د انديښنې وړ ښودل شوی دی

د ویشتل کېدونکو سیمو وګړي وایي: هره لحظه د مرګ په خطره کې یو، او هره ورځ د غم په ټغر راتولېږو، اقتصادي حالات مو کمزوری شوی، ځمکې مو شاړې شوي، کورونه او دېري مو په کنډوالو بدلې شوي دي
په لږه موده کې مو زرګونه انسان له لاسه ورکړي، زرګونه خوېندې مو کونډې شوې، زرګونه بچې بې پلاره شوي او زرګونه مېندې د خپلو بچو په غم کې د لېونتوب حالات ته رسېدلې دي
مونږ نه پوهېږو چې د ځان ساتنې په خاطر کوم لور ته پناه يوسو، چاته وژاړو او چاته ګیله وکړو

ولسي وګړي وایي: دولت لا تر اوسه په دې ندی توانېدلای چې د خپلو ولسونو دفاع وکړي او د پاکستان له ظلم او وحشت څخه یې وژغوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: