شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان حکومت پلوه عالمان خپل دین په سیاست باندي پلوري

د پاکستان حکومت پلوه عالمان خپل دین په سیاست باندي پلوري

د پاکستان د علماوو شورا پر افغان ولسمشر نیوکه کړې ده. د پاکستان د علماوو شورا مشر ملا طاهر اشرفي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې افغان ولسمشر دې پر خپلو علماوو نیوکه وکړي، چې ولې د خپل هېواد د امنیت لپاره اقدام نه کوي. د نوموړي په وینا د پاکستان ملایان د خپل هېواد سیاست ته په کتو فتوا صادروي نو همدا کار دې افغان علما هم وکړي. د اشرفي په خبره دوی په خپل هېواد کې د سیاسي ثبات لپاره پر هر اقدام لاس پورې کوي نو افغان علما دې هم دا کار وکړي. پاکستاني ملایانو په خپل هېواد کې ځانمرګي بریدونه او د حکومت پر وړاندې درېدل ناروا بللي دي. ولسمشر غني ددې کار په غبرګون کې ویلي وو، چې پاکستاني ملایانو په پاکستان ځانمرګي حرام کړي خو په افغانستان کې ددې کار ملاتړي دي. د ولسمشر په وینا اسلامي فتواوې په سیاسي جفرافیه کې نه شي محدودېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: