پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د پاکستان د توپخانو جواب په توپونو سره ورکړل شوي دي

د پاکستان د توپخانو جواب په توپونو سره ورکړل شوي دي

له کونړ ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونو ښیي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د پاکستاني ځواکونو د توغندیز بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه پیل کړي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي تائید کړه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د پاکستان پوځ د توپچي بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

نومړی زیاته کړه، چې پاکستاني پوځیانو په تېرو څو میشاتو کې زرګونه توغندي د کونړ ولایت پر بېلا بېلو سیمو توغولي او دغه موضوع په وار وار له ډیپلوماټیکو لارو د پاکستان له حکومت سره شریک شوي.

هغه وویل، چې په کونړ کې میشت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ته د ځوابي بریدونو سپارښتنه شوې ده.

د ښاغلي کلیمزي په وینا، افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې ځوابي بریدونه پیل کړي او امنیتي ځواکونه هغه سیمې په نښه کوي چې ور څخه د افغانستان پر خاورې توغندیز بریدونه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دوه اړخېزو خبرو په دوهم پړاو کې پر یو لړ مهمو مسایلو پرمختګ نه دی شوی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ترهګرو پر ضد اقدامات، د تاوتریخوالو د کمولو او د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلې هغه موضوعات دي چې د خبرو په لړ کې پرې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *