شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان د سترې محکمې واګې د ای ایس ای”ISI”په لاس کې دې

د پاکستان د سترې محکمې واګې د ای ایس ای”ISI”په لاس کې دې

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې یوه لوړ پوړي قاضي، شوکت عزیز صدیقي تور پورې کړی، چې د پوځ څارګرې ادارې ای ایس ای چارواکو ترې د خپلې خوښې پرېکړو غوښتنه کړې وه.

نوموړی وايي، ای ایس ای چارواکو ورته ویلي و، دې سره به یې له وخته مخکې د سږ کال سپتمبر کې قاضي القضات یا د سترې محکمې مشر قاضي وټاکي او د ده خلاف پرته دوسیه به هم ختمه کړي.

قاضي صدیقي راولپنډۍ کې د مدافع وکیلانو یوې غونډې ته وویل، د ای ایس ای چارواکو ته یې وویل د وجدان پلورلو پر ځای به مرګ غوره کړي.

نوموړي دا ادعا هم کړې، چې له هغه وروسته د ای ایس ای چارواکو په غوښتنه دی د پخواني لومړي وزیر نوازشریف خلاف قضیه د پرېکړه کونکو قاضیانو له ډلې وایستل شو.

نوموړی وايي:
له هغه وروسته د اسلام اباد عالي محکمې مشر قاضي انور کاسي د ای ایس ای استازو ته وویل، هغسې پلاوی به رامنځته کړو، چې تاسې سره ستونزه نه لري.

نوموړي ادعا وکړه، ای ایس ای چارواکو د اسلام اباد عالي محکمې مشرتابه ته ویلي و، دوی غواړي نوازشریف او لور یې مریم نواز د جولای ۲۵ له ټولټاکنو مخکې له زندانه بهر نه شي.

قاضي صدیقي وايي، ای ایس ای چارواکو غوښتل چې نواز شریف له ټاکنو مخکې له زندانه بهر نه شي
قاضي صدیقي وايي، ای ایس ای چارواکو غوښتل چې نواز شریف له ټاکنو مخکې له زندانه بهر نه شي

د نوموړي په خبره د محکمې مشرتابه دغه غوښتنه ومنله او د ای ایس ای د خوښې قضايي پلاوی یې جوړ کړ، چې د نوازشریف په ضمانت د خوشي کېدو غوښتنه یې و نه منله.

هغه ادعا وکړه، چې ای ایس ای چارواکي نه یوازې د محکمو په کار او پرېکړو کې لاسوهنه کوي، بلکې په وینا یې د خپلې خوښې پلاوي ټاکي او قضیې په خپله خوښه پر مخ بیايي، چې د پرېکړو لپاره دوی د خوښې پلاویو ته وسپارل شي.

نواز شریف او مریم شریف
قاضي صدیقي وايي: ”زه پوهېږم د نوازشریف خلاف د محاکمې ټول حال ای ایس ته ورکول کېده او دا هم راته معلومه ده، چې ستره محکمه کې د چا پیغام چا ته رسول کېږي.”

د ښاغلي صدیقي په وینا:
زه پوهېږم د نوازشریف خلاف د محاکمې ټول حال ای ایس ته ورکول کېده او دا هم راته معلومه ده، چې ستره محکمه کې د چا پیغام چا ته رسول کېږي.

نوموړی وايي، نه پوهېږي چې له دې وروسته به ورسره څه کېږي، خو په وینا یې نه غواړي وجدان وپلوري.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا د ای ایس ای استخباراتي ادارې د نوموړي قاضي د څرګندونو او تورونو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *