چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان د کورنیو چارو وزیر باندې نامعلومه وسله وال برید شوی او مرګونی ټپي دی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر باندې نامعلومه وسله وال برید شوی او مرګونی ټپي دی

د پاکستان د کورنیو چارو پر وفاقي وزیر احسن اقبال باندې په پنجاب کې مرګونی برید شوی چې هغه پکې ژوبل شوی دی.

پولیس چارواکي وایي احسن اقبال د پنجاب د نارووال ښار په کنجرور تحصیل کې یوې غونډې ته وینا کوله، چې یو تن ورباندې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا د کورنیو چارو وزیر پر اوږه لګېدلی او سمدستي د سیمې روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وایي د برید کوونکي عمر د شلو او دوه ویشت کلونو تر منځ دی، چې سمدستي یې نیولی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې نامعلوم ځای ته بېولی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر طلال چودري رسنیو ته ویلي، چې احسن اقبال برسېرن ټپي شوی او حالت یې له خطرې بهر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: