چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان سترې محکمې ته د نقیب مسید قاتل راو انور په ځای خنزیر حاضر شوی دی

د پاکستان سترې محکمې ته د نقیب مسید قاتل راو انور په ځای خنزیر حاضر شوی دی

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد، چې په ځنګلي سيمه کې پرته ده، ډېری وخت په کې د خوګانو «خنزیر» سربېره نور ځنګلي حيوانات د عامو خلکو کورونو، لارو او واټونو ته هم راوځي، چې د ځينو خلکو د وېرولو او ترهولو لامل هم ګرځي.

پاکستاني رسنيو داسې يوه ويډيو تازه خپره کړې، چې څو خوګان د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي او د محکمې ساتونکي يې د ويستلو او وهلو هڅه کوي.

د عثمان منظور په نوم يوه پاکستاني ټويټر چلوونکي په خپل ټويټر داسې يوه ويډيو خپره کړې، چې خوګان د سترې محکمې په انګړ کې پر خلکو بريد کوي، خو ساتونکي يې په لرګيو وهي او د راپورنو له مخې د خوګانو په بريد کې چا ته زيان نه دی اوښتی.

د اسلام اباد په مارګلې غرونو کې د خوګانو، بيزوګانو او نورو ځنګلي ځناورو شمېر زيات دی او د پلازمېنې د ابادۍ او پرمختګ اداره «سي ډي اې» تر اوسه په دې نه ده توانېدلې، چې د دولتي ودانيو او عامو خلکو کورونه د خوګانو او بيزوګانو له بریدونو وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: