چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / ليکنې / د پاکستان شیطان صفته مطبوعات او د کندز غمیزه!!

د پاکستان شیطان صفته مطبوعات او د کندز غمیزه!!

لیکنه:پشتون افغانزوی
د روانې میاشتې د تیرې دوشنبې په ورځ یو ځل بیا افغان هوایي ځواکونو په خپلې ړندې ظالمانه بمبارۍ سره داسې ستر جنایت تر سره کړ چې هیڅکله د هیریدلو نه دی او که هر څومره وغندل شي کم دی. د کندز د دشت ارچي په یوې مدرسې داسې وخت ناترسه او ړنده بمباري تر سره شوه چې طالبعلمانو،د قرآن کریم حافظانو او فاضلانو د دستار بندۍ لپاره د خپلو ورثاو او کلیوالانو سره راجمع شوي وو.د پیښې اکثره قربانیان کم عمره تنکي هلکان وو.مدرسه د حکومت نه راجسټر شوې وه او حتی د دستاربندۍ د غونډې اجازه یې هم له حکومت څخه اخستې وه.حکومت د کویټې د شورا د مشرانو د هدف کیدلو درواغجنه ادعا وکړه خو د ځايي عامو خلکو په وینا د پیښې ټول قربانې او شهیدان عام ولس او له جګړې نه بې طرفه وګړي دي.

د مشرانو جرګې او د بعضو نورو حکومتي لوړ رتبه اشخاصو په شمول د افغانستان اکثره رسنیو هم دا ومنله چې په یاد بمبار کې شهیدان شوي طالب مشران نه بلکې عام ولسي وګړي دي،خو د افغان حکومت تر اوسه دا نه مني . واقعاً چې دې سترې فاجعې او له ظلم څخه ډک جنایت زمونږ د ټولو مسلمانانو زړونه ودردول او د حکومت دا لویه ناکامي ده چې پر عامو ولسي خلکو بمباري کوي ځکه دې سره حکومت د عامو خلکو او ولس اعتماد نه نور هم محرومیږي لکه چې محروم دی او په یوه ټولنه کې د حکومت لپاره ستر قوت د ولس حمایه ده که دې پیښې ته وکتل شي له هرې نګاه نه د حکومت ناکامي ده او حکومت ملامت دی،ولو که غونډه کې طالب مشران ناست هم وو حکومت ته نه وو پکار چې د یو څو طالبانو لپاره په سلګونو عام خلک د اور خوراک کړي خو اوس حکومت نه دا کار شوی دی حکومت ته پکار دي چې باید رسماً له ولس څخه بخښنه وغواړي او د پیښې پلټنه وکړي د پیښې عاملین محکمې ته راکش او د قضا په چوکاټ کې ورته سزا ورکړي خو سوال او تعجب دا دی چې د پاکستان مطبوعات ولې د معمول خلاف دا پیښه دومره توده روانه کړې ده د دوی په دې کې غرض،هدف او مقصد څه شی دی؟

حالانکه افغانستان کې داسې له ظلم او وحشت څخه ډکې پیښې دې نه مخکې هم ډیرې تر سترګو شوي مخکې له دې چې دې خبرې ته راشو چې پاکستان له دې فاجعې څخه په استفادې خپلو کومو کومو شومو هدفونو او غرضونو ته ځان رسول غواړي، د پاکستان له حکومت او مطبوعاتو څخه څو پوښتنې کول غواړم….

تاسو چې د کندز د پیښې تصنعي خفګان او مذمت کوئ او په زړونو کې ښه خوشحال یئ ځکه که دلته هر څوک مري تاسو پرې خوشحالي څرګنده وې که طالب مري که عسکر مري او که عام مظلوم ولس مري ستاسو هغه وخت هیر شو چې د افغانستان پر وړاندي مو همدغو وحشي امریکایانو ته چې انسانیت نه پيژني خپلې هوایي آډې ورکړې وې ، دا اولس۱۷ کاله د دوي فوځي اکمالات ستاسو په خوښه او په مقابل کې د یو څو ډالرو په ارزښت ستاسو په خاوره د افغان جګړې لپاره راتیریږې.
امریکې ستاسو د هوایي میدانونو څخه پر افغانستان 75000 ځلې یرغلونه کړیدي.
او تر ننه ستاسو وحشي پوځیان لګیا دي پر کونړونو هم بمباري کوي.

ستاسو دا غندنې او د خفګان اظهار به هاغه وخت ریښتینی وای چې ستاسو لاسونه د اسلام اباد د لال مسجد د بې ګناه معصومو طالبانو او طالباتو په وینو باندې سره نه وای مولانه فضل الرحمن د آې ایس آې په امر چې نن د کندز د پیښې په تړاو د خفګان په خاطر د جمعې ورځې لاریون اعلانوي هغه ورځ چیرته وو؟ چې د لال مسجد تور سرې، مظلومې، پتمنې او پاک لمنې خویندې میندې د وحشي مرتد فوځ د کیمیاوي بمونو په اور کې تیکه تیکه کیدلې ،ته خو هماغه فضل الرحمن یې چې د لال مسجد د عملیاتو حمایت دې کړی وو او د ظالم فوځ سره په دې ستر بربریت کې اوږه په اوږه ولاړ وې،تاسو چې نن د کندز پیښه غندئ تاسو د باجوړ د مدرسې د بمبار په ورځ چیرته وئ؟ای د پاکستان ظالم حکومته! تاسو خو همغه وحشیان یاست چې د سوات هغه ګلونه ماشومان چې لا بلوغ ته هم نه وو رسیدلي او ستاسو د ګیرورو مرتدو پوځیانو په امر په ډیرې بې رحمۍ سره شهیدان کړل شو،تاسو خو همغه أجرتې قاتلان یاست چې د سوات،وزیرستان ،مومندو او ګڼو نورو پښتون میشته کورونه مو کنډر کنډر کړل،تاسو خو همغه وحشیان یاست چې د کویټې ښار کې مو په سپینه ورځ پر یوې حاملې مهاجرې خور داسې نه هیریدونکی جنایت تر سره کړ چې د اسلامي امت بچی بچی به مو هیر نکړي،ستاسو بې رحمانه ډزې او د هغې خور مظلومیت او په وینو لړلی لاس سره د توحید اشاره هیڅکله د هیریدلو نه ده.،ای د غرب غلام حکو مته تاسو به هیڅ کله عافیه صدیقې ونه بخښي همدا تاسو وۍ چې دغه پاک لمنه او غیرتي مسلمانه پیغله مو د امریکایانو په لاس کې ورکړه.

اې د پاکستان غلامو رسنیو!او اې هغو منافقینو چې د آي ایس آي په امر مو د کندز د پیښې درواغجنې غندنې روانې کړیدي آیا تاسو د دغه پورتنیو ظلمونو پر وړاندي هم کله غږ پورته کړی دی چې د پاکستان ظالم حکومت ترسره کړي. نه بلکل نه ، او همدا د دې خبرې دلیل دی چې تاسود کندز د پیښې په غندنه کې ریښتیني نه بلکې انتهایې درواغجن یاست.

رابه شو دې خبرې ته چې د پاکستان حکومت د کندز پیښې نه په غنیمت سره کوم کوم شومو اهدافو او غرضونو ته رسیدل غواړي..

۱-اول پړاو کې خو دا دی چې پاکستان غواړي چې دافغان ولس د سولې ټول امیدونه له منځه یوسي، ځکه افغانستان کې سوله د پاکستان په زیان ده

۲-دویم دا چې دا امکان دې هم ولري چې د دغې مدرسې هدف د پاکستاني جاسوسانو پواسطه حکومت یا امریکې ته ورکول شوی وي.

۳-دریم دا امکان هم شته چې د حکومت په داخل کې ځینې کړیو د پاکستان په امر دا کار کړی وي تر څو پاکستان د جګړې اور تود وساتي او د افغان حکومت په داخل کې خو د پاکستاني جاسوسانو هیڅ کمی نشته.

۴-څلورم دا امکان هم لري چې پاکستان د امریکا سره په یوې سودا کې دا کار کړی وي،ځکه امریکایان که له پاکستان سره د افغاني طالبانو په سر اختلاف لري خو ولې یو شمیر نورو موضوعاتو کې دواړه یو بل سره هم غږي لري او موفق دې.

۵-بل ستر غرض یې دا دی چې د خلکو توجو د پاکستان جهاد څخه د افغانستان جهاد ته کش کړي او توجو يې افغان جهاد لورې ته واړوي دا ځکه چې روانې ورځې د مجاهدینو د تشکیلاتو ورځې دي.

۶-شپږم هدف یې دا دی چې د ولس او د حکومت تر منځ واټن راوستل غواړي،ځکه نیږدې ورځو کې ولس د اشرف غني د ملي وحدت حکومت سره فاصله کمه کړې وه.

۷-اوم غرض به یې دا وي چې پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنک او د هغه د اتم اپریل په پښور کې لاریون ناکام کړي.
نور یې هم شاید ډیر اغراض وي خو په مختصر ډول همدومره کافي دي ځکه د پاکستان شیطان صفته حکومت د تل لپاره په یوه غشي څو ښکاره کړیدي.

#یادونه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews201@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: