شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / د پاکستان قامي احتساب ادارې د بلوچستان اسمبلۍ غړی د کروړونو روپۍ د درغلۍ په تور نيولی دی.

د پاکستان قامي احتساب ادارې د بلوچستان اسمبلۍ غړی د کروړونو روپۍ د درغلۍ په تور نيولی دی.

د پاکستان قامي احتساب ادارې نن د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د خوراک پخوانی صوبايي وزير مير اظهار حسېن کوسه د کروړونو روپۍ د درغلۍ په تور نيولی دی.

پر نوموړي تور دی چې د درغلۍ له لارې يې قامي خزانې ته د ۲۸ کروړه روپيو زيان اړولی دی. اظهار حسېن کوسه دا وخت په کوټه کې د قامي احتساب ادارې زندان ته وړل شوی دی او سبا به عدالت ته وړاندې کېږي.

له دې وړاندې هم د احتساب قامي ادارې په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ ځينې غړي او نور چارواکي د درغلۍ په تور نيولي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: