یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د پاکستان له لورې پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتل شوي دي

د پاکستان له لورې پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتل شوي دي

په تېر شواروز کې د پاکستان له لورې د افغانستان پر کونړ ولایت ۱۵۰ توغندي ویشتل شوي دي. د کونړ ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي چې دغه توغندي د ولایت پر څلورو ولسوالیو، دانګام، شولټن، مره وره او سرکاڼو لګېدلي دي.

د نوموړي په خبره توغندیو مرګ ژوبله نه ده اړولې خو مالي زیانونه یې رسولي دي. همت زياتوي په دا وروستیو شپو ورځو کې د پاکستان له لورې د دغه ولایت پر سرحدي ولسواليو د توغندیو ویشتل زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت لا په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: