جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د پاکستان لومړی وزیر به د جمعې په ورځ افغانستان ته راشي

د پاکستان لومړی وزیر به د جمعې په ورځ افغانستان ته راشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شاهد خاقان عباسي به د جمعې په ورځ کابل ته راشي، له افغان چارواکو سره به خبرې وکړي او پر بېلو مسایلو به خپل نظریات شریک کړي. افغان حکومت کابل ته د ناصر خان جنجوعه د سفر پر مهال شاهد خاقان عباسي ته د راتګ بلنه ورکړه. افغان حکومت وايي غواړي له پاکستان سره ټولې ستونزې حل کړي. د کابل پروسې په غونډه کې هم افغان ولسمشر وویل، چې له پاکستان سره دولت په دولت خبرو ته تیار دی، څو دلته شته ستونزې حل شي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. د پاکسستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، عباسي به تر هغه وروسته د یک شنبې په ورڅ چین ته په درې ورځني سفر لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *