چهارشنبه , نوومبر 14 2018
کور / ليکنې / د پاکستان ملي سرود،او د یو طالب چارواکي خاطره!

د پاکستان ملي سرود،او د یو طالب چارواکي خاطره!

رالیږونکی: سنګروال امارتي ـــــــ

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ وخت وو او د پاکستان د ازادۍ جشن (۱۴ اګست) لمانځل کیدو، د پاکستان اسلام اباد ته د نړۍ له مختلفو هیوادونو ګڼ شمیر لوړپوړي چارواکي د میلمنو په حیث رسیدلي و.
د جشن په ورځ په لوی سټیج د ایران د ولسمشر رفسنجاني په شمول مهم چارواکي ناست و چې د جشن افتتاحیه مراسم د پاکستان د ملي سرود په غږیدو او د بیرغ په پورته کولو سره پیل شول.
په سټیج موجود ټول چارواکي د بیرغ او سرود په احترام ولاړ شول،مګر یو تن چې توره پګړۍ یې تړلې وه په خپل ځای ناست پاته شو، د غونډې ګډونوالو همدې ناست کس ته په سوالیه انداز کتل او کیمره مینانو هم کیمرې ورته برابرې کړې، خو ناست کس تر پایه په خپل ځای سنګین پاته شو او هیڅ ونه خوځېد.
خبریالانو چې ددغه کس متفاوت چلند یې د یوې تاریخي استثناء په حیث نوټ کړی و له غونډې وروسته یې ترې وپوښتل:په داسې حال کې چې ټول خلک د بیرغ او سرود په احترام ودرېدل تاسو ولې ولاړ نه شوئ؟
هغه ځواب ورکړ: ساز او سرود په اسلام کې ناروا دی او په احترام نه ارزي. اما بیرغ که څه هم شرعي حیثیت لري مګر یوازې هغه بیرغ په احترام او قیام ارزي چې له شرعي نظام او اسلام څخه نمایندګي کوي، زه یوازې اسلامي بیرغ ته په احترام دریږم او بس.
پوهیږئ دا دمتفاوت چلند سړی څوک و؟
د طالبانو د نظام دوهم مقتدر کس مرحوم ملا محمد رباني وو.

د یادونې وړ ده که څه هم پاکستان د جوړښټ په وخت د یو اسلامي هېواد په نوم منځته راغلی وو خو اوس دغه اسلامي مفکوره چې له وجې یې دغه هېواد خپله ازادې خپله کړې وه هغسې نه ده پاتې چې اوس پکې د اسلامي نظام پر ځای یو غربي بریتانوې د لارډ میکالي قانون رایج دی لنډه دا چې په پاکستان دولت کې د اسلامي نظام هېڅ یو څه نه په سترګو کیږي که څه هم دا هېواد د اسلام په نوم جوړ شوی هېواد دی

#یادونه

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ

Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *