شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / د پاکستان ناسمو څرګندونودامریکاغصه راپارولي ده

د پاکستان ناسمو څرګندونودامریکاغصه راپارولي ده

 

تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان ویلي وو، چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او دغه هېواد ته په کار ده، چې ددغو مرکزونو پر وړاندې اقدامات وکړي. نوموړي همدا راز ویلي وو، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، نو امریکا له دوی سره خپلې مرستې دروي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي بیا ویلي، چې امریکا دې پر خپلو خبرو او څرګندونو له سره کتنه وکړي. هغې زیاته کړې چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او د خپلو ماتو پړه دې پر پاکستان نه اچوي. ددې په وینا امریکا هڅه کوي خپل مسوولیتونه د نورو پر اوږو واچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: