د پاکستان د ټلويزيوني شبکې جيو (Geo) مشر وايي، د پاکستان په ډېری برخو کې د دوى خپرونې بندې کړل شوې دي. نيويارک ټايمز او د رسنيو د څار ادارو ویلي، د پاکستان په ٨٠ سلنه برخو کې د جيو ټلويزيون خپرونې بندې دي. که څه هم خلک وايي چې د پاکستان پوځ د جيو ټلويزيون خپرونې بندې کړې، خو د دغه ټلويزيون چارواکو تر اوسه د پاکستان د پوځ مشران په دې مسئله کې نه دي تورن کړي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې د پاکستان دفاع وزارت په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده. د ورځپاڼې په حواله د جيو ټلويزيون پر وړاندې دغه اقدام دا پيغام ورکوي چې د پاکستان جنرالان د عمومي انتخاباتو په درشل کې انتقادي راپورونه نه شي زغملى.
