دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان پوځ:!! د پښتونژغورنې تر ټولو ډېر ملاتړ له افغانستان شوی دی

د پاکستان پوځ:!! د پښتونژغورنې تر ټولو ډېر ملاتړ له افغانستان شوی دی

د پاکستان پوځ:! ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مهمې غوښتنې يې منلې، خو امنيتي پوستې يې د ولس د ساتنې لپاره دي. غفور ادعا کړې، د دغه غورځنګ تر ټولو کلک ملاتړ له افغانستانه شوی دی. د پاکستان پوځ ادعا کوي، د غورځنګ غوښتنې بدلې شوې او مهمې غوښتنې يې منل شوې هم دي. خو منظور پښتین د دې ادعاوو په ځواب کې ویلي، غوښتنې يې همغه دي او ټولې غوښتنې يې د پاکستان له اساسي قانون سره سمې او په دې قانون کې دننه دي. دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو رسنیو ته خپل نظر څرګندوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *