پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان پوځ وايي د نواز شریف د ورورستیو څرګندونو په اړه به جدي څېړني کوي.

د پاکستان پوځ وايي د نواز شریف د ورورستیو څرګندونو په اړه به جدي څېړني کوي.

د پاکستان پوځ وايي د نواز شریف د ورورستیو څرګندونو په اړه به جدي څېړني کوي. نواز شریف تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په بریدونو کې پاکستان لاس درلود. هغه ویلي وو، چې پاکستان په دې مسئله کې پړ دی. نواز شریف داسې یوه خبره منلې ده، چې له کلونو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ ورباندې کړکیچ روان دی. په ۲۰۰۸ کال کې په هند کې د ترهګرو بریدونو لسګونه کسان ووژل. هند په همغه لومړیو ورځو کې وویل، چې برید په پاکستان کې پلان شوی و او بریدګر هم د لشکر طیبه غړي دي. پاکستان دغه ادعا رد کړې وه. نواز شریف تېره ورځ منلې چې دوی د ۲۰۰۸ کال په بریدونو کې شریک دي. د نواز شریف وروستۍ څرګندونې د پوځ له جدي غبرګون سره مخ شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *