یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان څارګرې اداري د پښتنوپه غږ بندېز لګولي

د پاکستان څارګرې اداري د پښتنوپه غږ بندېز لګولي

 

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د مشال نومې راډیو پر دفترونو او فعالیتونو بندیز لګولی. دغه راډیو د چیک جمهوریت له پلازمېنې پراګ، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو پښتون مېشتو سیمو لپاره خپرونې کوي. پاکستاني چارواکو تور پورې کړی، چې دغه راډیو د دوی په وینا د پاکستان مخالفو څارګرو ادارو له اجنډا سره سمې خپرونې کوي. پاکستان چارواکو د یادې راډیو له مسوولینو غوښتي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې خپل دفتر وتړي. د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کار یې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په سپارښتنه کړی دی. په دې تړاو یوه خپره شوې اعلامیه کې د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای له قوله ویل شوي، چې یاده راډیو د پاکستان ملي ګټو خلاف او د یوې مخالفې څارګرې ادارې له اجنډا سره سمې خپرونې کوي. د پاکستاني حکومت دغه کار د نړۍ په کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: