شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی د دغه هېواد د پوځ پښتانه افسران بندیان کړي دي

د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی د دغه هېواد د پوځ پښتانه افسران بندیان کړي دي

آى ايس آى د پوځ هغه اته پښتانه افسران بنديان کړي دي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهارولو مخالفت يې کړى و.

خبريال ته رسېدلي خبرونه وايي، چې د پاکستاني پوځ مشرتابه د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه ځانګړې غونډه بللې وه، چې پکې د پوځ اته پښتنو افسرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهارولو مخالفت وکړ.

يادو پښتنو پوځي افسرانو ويلي ول، چې پښتانه هم د نورو خلکو په څېر دا حق لري، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ييزه مباره وکړي.

د بنديان شويو افسرانو له ډلې يې د يوه کورنۍ غړي ويلي دي، چې په يادو افسرانو کې دوه د پېښور، يو د چارسدې، يو د بنو، يو د کوهاټ، دوه د کوټې او يو د ژوب اوسېدونکي دي.

له يادې غونډې وروسته د پاکستان استخباراتو آى ايس آى اته واړه پوځي افسران بنديان کړي دي.

ياده دې وي چې په پاکستان کې پښتانه د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره راوتي دي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يې جوړ کړى او مشري يې پښتون ځوان منظور پښتين کوي.

دوى له پاکستاني پوځ او دولت څخه غوښتنه کړې، چې د کراچۍ ايس ايس پي راو انوار دې په دار وځړول شي، چې نقيب الله مسيد يې په شهادت رسولى و، پوځ چې کوم ٣٢٠٠٠ پښتانه ځوانان له ځان سره بيولي، هغه دې محکمو ته وړاندې کړي، کومې پنځلس سوه پېغلې چې له قبايلي سيمو پوځ له ځان سره وړي، هغه دې خوشې کړي، د پښتنو له سيمو دې چيک پوسټونه ختم کړي، په قبايلي سيمو کې دې کرفيو ختمه کړي، وطن کارټ دې ختم کړي او په تېرو پنځلس کالو کې چې څومره پښتانه وژل شوي، د هغوى حساب دې ورکړي، چې دا ولې ووژل شول.

د روانې مياشت په اتمه نېټه په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري يوه لويه غونډه رابلل شوې ده، چې د پاکستان د ټولو پښتني سيمو څخه به پکې پښتانه برخه اخلي او د پاکستان حکومت او د پاکستان پوځ څخه به خپله پوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *