د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن پي ټي وي وايی چې پر احسن اقبال د پنجاب په ناروال ښار کې هغه وخت ډزې وشوې کله چې هغه د مسلم لیګ (ن) تر یوې غونډې وروسته د خپل ګاډي لوري ته روان وو.
د پاکستان مطبوعات وايي چې د کورنيو چارو وزير ځايي روغتون ته وړل شوی او ډاکټران وايي چې د هغه ژوند له خطره بهر دی.
جيو نيوز ووببپاڼې د ناروال د پوليسو مشر عمران کشور له قوله وايي چې احسن اقبال پر ښې لاس ویشتل شوی دی او مشکوک بريد ګر عابد نومېږي چې پولیسو نيولی دی.
د نوموړي په خبره له بريدګر څخه يې پستول ترلاسه کړی او د هغه عمر ۲۰ يا ۲۲ کاله دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې پر احسن اقبال باندې حمله ولې شوې ده.