جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / د پاکستان یو مخکښ جنرال د ډیورنډ نامنلې کرښې په اوږدو کې وژل شوی دی

د پاکستان یو مخکښ جنرال د ډیورنډ نامنلې کرښې په اوږدو کې وژل شوی دی

د خبریال خبرې اجانس دراپور له مخې يو پاکستانى جنرال چې د پاکستان په پوځ کې يې په لوړو عهدو کار کړى دى، چې له هغې پوځ څخه د متقاعد کېدو وروسته يې د ترهګرو په ليکو کې فعاليت کاوه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه وژل شوى دى.
د پاکستان د پوځ جنرال شاهد عزيز، چې د پاکستان په پوځ کې يې په لوړو عهدو کار کړى دى او د پاکستان پوځ د مشر او د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف نږدې ملګرى هم و، دې پوځي يو کتاب هم ليکلى و، چې پکې يې د پاکستان د پوځ اړوند ډېرې خبرې رابرڅېره کړې وې.
د شاهد عزيز کورنۍ وايي، چې په پوځ کې په دنده پښېمانه و، خو له متقاعد کېدو وروسته د داسې لار لټه کې و، چې د امريکا پر ضد وجنګېږي، چې بيا د طالبانو ليکو ته لاړ او په افغانستان کې يې د مسلمان ولس په وژلو پيل وکړ.
څه ورځې مخکې جنرال پروېز مشرف په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي و، چې شاهد عزېز يو لېونى سړى و، چې ږيره يې لويه کړې او روسيې ته تللى دى او هلته وژل شوى دى.
خو کورنۍ يې وايي، چې جنرال شاهد عزېز د طالبانو په ليکو کې په افغانستان کې جنګېده، چې بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه وژل شوى دى.
د پاکستان د پوځ او جنرالانو ټولو لاسونه يې د افغان په وينو سره دي، چې دا يې يوه بېلګه ده.
د پاکستان پوځ تل د ترهګرو تر شا ولاړ دي، بلکې د ترهګرو په ليکو کې جنګېږي او د افغانستان په هر بريد کې د دوى لاس دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: