یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردگ په کابل کې وژل شوی

د پوځي چارو کارپوه جنرال زلمی وردگ په کابل کې وژل شوی

د پوځي چارو کارپوه او له کابله ولسي جرگې ته خپلواک نوماند متقاعد جنرال زلمی وردگ تېره شپه په کابل کې په خپل کور کې د ناڅرگندو وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزي نړۍنيوز ته د جنرال وردگ د وژنې پخلی کړی او زیاتوي، چې د پېښې د عاملينو پلټنه روانه ده، خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي.

جنرال وردگ په رسنيو کې د پوځي چارو د کارپوه په توگه گډون کاو او وخت پر وخت يې نړۍنیوز ته هم نظرونه ورکول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *