شنبه , مارچ 6 2021
کور / ليکنې / د پښتنو په ټولنه کې د “ډولۍ”دود او دستور!

د پښتنو په ټولنه کې د “ډولۍ”دود او دستور!

لیکنه:ایاز یوسفزی//

ډولۍ د پښتون کلتور يؤ مهم دود دی چې لهٔ پېړيو پخوا پهٔ پښتنه ټولنه کې خلکو خپل کړی ؤ. د پښتون وطن نزدې هر وګړي به د ډولۍ نوم خامخا اورېدلی وي او يا به يې پخپله ليدلي هم وي. ډولۍ پهٔ پښتنه ټولنه کې یؤ ارمان بلل کېږي او د پښتنو تور سرو او مياندو ستره لورینه پهٔ زلمو دا ده چې وايي خدای دې د سرې ډولۍ خاوند کړه.کهٔ د چا ناوې پهٔ ډولۍ کې لاړه نهٔ شي شاهو/ناوک یې پهٔ زړهٔ خوړلی وایي چې د سرې ډولۍ ارمان مې نهٔ دی پوره شوی.
ډولۍ پهٔ پښتو شاعرۍ او فولکلور کې هم ځانګړی ځای او اهميت لري او پهٔ خاصه توګه پهٔ پښتو ټپه يا لنډۍ کې ډولۍ ډېره ياده شوې او ستايلی شوې ده لکه د بېلګې پهٔ توګه:

کهٔ مې پهٔ خپل یار کې وفا وی
زهٔ به د بل ډولۍ ته ولې ورختمه

ډولۍ د ناوې د وړلو لپاره د پښتنو کليوالو يؤ پخوانی دود دی، که څهٔ هم د نوو آسانتياو د رامنځته کېدلو وروستو پهٔ ډېرو سیمو کې دغه دود ورو ورو کمېږي بلکې پهٔ ورکېدو دی او پهٔ ځانګړې توګه پهٔ ښاري سيمو کې بيخي دغه دود لهٔ منځه تلی دی خو لاهم د پښتونخوا پهٔ ګڼ شمېر غرييزو او لرې پرتو کليوالو سيمو کې او پهٔ تېره تېره پهٔ هغه کليو او بانډو کې تر نن ورځې د ډولۍ رواج ژوندی دی چرته چې موټرې او سړکونه نهٔ وي.

د ډولۍ د بدرګې لپاره به د کلي ګڼ شمېر ځوانان، پېغلې، مشران سړي، ښځې او د شاهو/ناوک خپل خپلوان راټولېدل او د جنج پهٔ بڼه به د ناوې کلي ته روانېدل، پهٔ لاره به يې چمبه/تمبل/دريا غږولو، سندرې به يې ويلې او پهٔ خندا خوشحالۍ به د ناوې کور ته ورتلل، هلته به يې چای، ډوډۍ خوړل، نخښه به يې ويشتله، د ناوک/شاهو خويندو به خوشحالي او نڅا کوله او بیا به يې پهٔ ډولۍ کې ناوې کښېنوله او د شاهو/ناوک کلي/کور ته به يې پهٔ ډول سورنا او خندا خوشحالۍ راوړله.

ډولۍ به يې لهٔ لرګۍ څخه د يوهٔ صندق پهٔ څېر پهٔ داسې ډول جوړوله چې د ناوې سر پکې پاس ونهٔ لګيږي او دوه مټورو او تکړه کسانو به پورته کوله. يو بل ډول ډولۍ به د زانګو پهٔ څېر پهٔ دوو تيرانو يا د کټ پهٔ دوو بازوګانو باندې تړل کېدله چې د يؤ نيم ګز څخه تر دوو ګزو پورې به اوږه او د اوږدوالي پهٔ نيمايي به پلنه وه. کله چې به يې بازوګان پهٔ زانګو پورې وتړل، د توت د ونې يا د بلې کومې شنې ونې لښتې به يې ورته رېبلې او د هغه لښتو نه به يې پرې لپاسه جال جوړولو او پهٔ جال لپاسه به يې شالونه اچول. دا ډول ډولۍ به څلور مټورو او تکړه کسانو وړله.

د ډولۍ پهٔ جوړولو کې هر رنګ ټيکري، شالونه او ګلونه لګول کېږي خو سور رنګ پکې شرط دی. او اکثره پرې شنهٔ اوسرهٔ شالونه اچوي.
ډولۍ داسې ښکاري لکه د ماشومانو لپاره چې یؤ څهٔ تیارېږي، خو نهٔ داسې نهٔ ده پهٔ ګاڼو سينګار پېغله پکې راوړل کېږي. د ډولۍ به هر سړي نهٔ شوه جوړولی، د دغې کار لپاره به یؤ ځانګړی سړی دوه پهٔ کلي کې خامخا ؤ او هغوی به ډولۍ جوړوله.
د ښار سيلۍ ځان سره لرې يوړل
کوم روايات چې وو پخوا د کلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *