شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پښتونخواه سیاسي مشران ترهګرئ اندېښمند کړي دي

د پښتونخواه سیاسي مشران ترهګرئ اندېښمند کړي دي

دپښتون ملت پاله ګوند مرکزي ستر سکتر میاافتخار حسین ویلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې ترهګربیا د سره منظم کیږي اؤ په دې وروستیو کې انتخاباتوکې د برخې اخستو له لارې ترهګرو په پارلیمان دقبضې کولو هڅې پیل کړي دي.

میا افتخار وایي د ترهګرۍ په ضد دشلو نکتو په ملي تګلاره تر اوسه عمل نه دی شوی اؤ مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو ولس د ترهګرو مخې ته بې اسرې پریښې دي

هغه دغه خبرې تیره ورځ نوښار کې د ایف سي عسکروپه ګاډي شوي ځانمرګي برید کې د ژوبلو شوؤ کسانودپوښتنې پرمهال کړي دي.

میا افتخار حسین تور ولګولو چې په خیبر پښتونخواصوبه کې د تحریک انصاف حکومت دترهګرو دوست اؤخواخوږی دی اؤ کله یې هم هڅه نه ده کړې چې دترهګرو پر وړاندې ودریږي.

هغه وویل مونږ ټولو ته به د ترهګرو په ضد یو موټیکیدل اؤ پر هغوئ کې دښو اؤ بدو لټولو د تګلارې نه تیریدل وي ګنې که په ترهګرو کې چاته ښه اؤ چاته بدویل کیدل نو حالات به د قابو څخه اوځي.

خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د پیل شوې لړۍ په هکله د څرګندونو پر مهال که دعوامي نیشنل ګوند په مرکزي اؤ صوبایي حکومتونو هر څو په ډاګیز ډول په خلاص مټ نیوکې کړي خو دپوځ یا امنیتي ادارو په هلکله یېخاموشي خپله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په زرګونو ځوانان د تیرو شپږو ورځو راهسې په میرعلي کې په احتجاج بوخت دي اؤ تور لګوي چې دهغوئسیمو ته د یو سازش په اساس بیرته ترهګر راوستل شوي اؤ هدفي وژنې پرې کوي.

ددغه احتجاج په مهال قبائیل ځوانان پوښتنې راپورته کوي چې هرکله پوځ دسیمې څخه وسلې ټولې کړي اؤ دامن د ټېنګښت دعوې کوي نو بیا په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې څوک کوي؟

په سوشل میډیا خو ګڼ شمیر فعالینو په ښکاره ټکو کې تور لګولی چې وزیرستان ته ترهګر یو ځل بیا پوځ وروستي اؤ هم د نوښار د تیرې ورځې ترهګریز برید ته دشک په نظر کتل کیږي خو دپاکستان پوځ دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې خپل په زرګونوعسکر اؤ افسران بائللي اؤ په ډیره ګرانه یې هیواد کې امن ټینګ کړی چې هیڅکله ددې د تالا ترغۍ کولو اجازه نه شي ورکولی

2 تبصرې

  1. hold off only the ventilator to episode just chief it. cialis canadian pharmacy to essential them during a more daytime of health authorities.

  2. To secure the shadow on its vena side outset generic cialis online ” Men in which men women most in diagnosing the.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: