د راپورونو له مخې نن په نوښار سیمه کې د کچهري څلور لارې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو په يو موټر زوروره چاودنه وشوه چې په ترڅ کې یې د ایف سي ځواکونو ۸عسکر مړه او ۹ نور مرګوني ټپیان شول.
د چاودنې څو شېبې وروسته د حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې د یادې چاودنې مسؤلیت منلی دی، یوسفزی زیاتوي چې یاده چاودنه یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په کار کونکو کړې ده چې په پایله کې یې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په ډاګه دې وي یادې سختدریځه ډلې د روان کال په ۲۴د اپریل د”ابن قاسم” په نوم په پاکستان کې د خپل نوو عملیانو اعلان وکړو چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د یاد هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې دا ۵ پنځم ځانمرګی برید دی، چې په نتېجه کې د ګڼو پاکستانیو عسکرو د وژل کېدو رسنۍ شاهدې دي