دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د پښتون ژغورنې غورځنګ یو وار بیا د پاکستاني ریاست پر ضد پښتانه راغونډوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو وار بیا د پاکستاني ریاست پر ضد پښتانه راغونډوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو لړۍ چې له څو مياشتو راهيسې يې پيل کړې وه، تر بنو راورسېده. ياد غورځنګ سبا دوه بجې په (بنو) کې ترسره کوي.

د ياد غورځنګ غړي پر جوماتونو، واټونو، هټيو، کورونو او نورو ځايونو ګرځي او دې غونډې ته د خلکو رابللو کمپاين کوي.

منظور پښتون ويلي چې تر اوسه به هېچا د پاکستاني رياست د ظلم خلاف غږ نه شو پورته کولای، خو اوس ټول خلک ددې حکومت د ظلمونو خلاف راپاڅېږي او خپل غږ پورته کوي، چې دا زموږ لوی برياليتوب دی.

نوموړي زياته کړې؛ دا خو لا لويې مسئلې دي چې د پاکستان حکومت زموږ، کلتور، ژبه او تاريخ له منځه وړي، دا حکومت خو زموږ وړو وړو انساني حقوقو راکولو ته هم نه دی چمتو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له څو مياشتو راهيسې په کوزه پښتونخوا کې د پاکستان حکومت پر خلاف ګڼ شمېر احتجاجونه او غونډې ترسره کړې، دوی په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، پېښور، سوات، کوېټه، وزيرستان او نورو سيمو کې د پښتنو د حق غوښتلو لپاره لسګونه لويې او وړې غونډې ترسره کړې، چې سبانۍ غونډه يې په (بنو) کې ده او وايي چې په دې غونډه کې به هم د پښتنو حقوق وغوښتل شي او د پښتنو د هدفي وژنو د پايته رسېدا غږ به پورته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: