دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۲غړي د پاکستان پوځ لخوا نیول شوي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۲غړي د پاکستان پوځ لخوا نیول شوي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ دعوه کړې، چې پاکستاني پوځ یې د پښتونخوا له دیر ضلعې د تحریک ۲۲ غړي په دې تور نیولي، چې د سوات د ۲۹ اپرېل په جلسه کې یې ګډون کړی وو.

محسن داوړ په خپل ټویټ کې لیکلي، چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره “د ریاست ناوړه چلند دوام لری” او غوښتنه یې کړې چې نیول شوي کسان دې یې ژر تر ژره خوشي کړل شي.

محسن داوړ د ټولو هغو کسانو- چې د ده په وینا پوځ وړي دي- نومونه نه دي څرګند کړي، خو د ځینو کسانو نومونه یې لیکلي دي، چې په هغوی کې سلیمان د ګل مولا زوی، غلام نبي د تورلالي زوی، طاهر جان د فضل اکبر زوی او نور شامل دي.

د پاکستان پوځ یا د دیر ضلعې ځایي انتظامیې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې دعوې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالینو پر ټولنیزو رسنیو د یو بل ځوان څاروان داوړ د تښتونې خبر هم ورکړی دی، چې وایي له څو ورځو راهیسې په ټیلیفونونو ګواښونه ورته کېدل، خو پاکستاني چارواکو د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

د نیازبین ملنګ په نوم د غورځنګ غړي پر ټویټر لیکلي: “د پښتون تحفظ موومنټ فعال غړی څاروان داوړ د راولپینډۍ له چاندني چوک څخه تښتول شوی دی”.

وي.او.اې ډیوه هڅه وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د دغو دوو په اړه د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې ای ایس پي آر نظر واخلي، خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه ځواب نه دی ویلی.

په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۲م اپرېل تر جلسې یوه ورځ مخکې چې په دې ښار کې پولیسو د علي وزیر په شمول د دې تحریک څو کسان ونیول، نو په سبا یې په ټول پاکستان کې احتجاجونه وشول

د اپرېل په ۲۲مه نېټه هم له کراچۍ ښاره د پښتون ژغورنې غورځنګ ۹ تنه هغه ملاتړي رېنجر سرتېرو نیولي وو، چې په لاهور کې د دې تحریک د مشرانو د نیول کېدو په ضد یې د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاج کاوه. څو ورځې وروسته چې د دوی د را خوشي کېدو لپاره بیا د کراچۍ په سوراب ګوټ کې احتجاج کېده، نو پولیسو بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ درې ملاتړي ونیول.

د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ د اپرېل په ۲۴مه له خبریالانو سره په یوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ریښتینې بللې وې او ویلي یې وو، د یوې جرګې د جوړولو پرېکړه یې کړې چې د دوی ټولې غوښتنې د آیین په دایره کې تر سره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، د مذاکراتو لپاره به د خپل تحریک له ټولو غړو سره سلامشورې کوي، خو وایي ریاست یوې خواته د خبرو اترو وړاندیز ورته کړی او بلې خواته د دوی د سوله ییزو جلسو مخه نیسي، غړو ته یې ګواښونه کوي او په جبري توګه یې نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: