سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د پکتیکا جلغوزي اوس په نړیوال مارکیټ کې د پاکستان په نوم شهرت لري

د پکتیکا جلغوزي اوس په نړیوال مارکیټ کې د پاکستان په نوم شهرت لري

د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او د جلغوزيو سوداګر وايي چې په دغه ولايت کې ۱۲ زره ټنه جلغوزې توليد شوي دي. دوى زياتوي چې له دې څخه نيمايي برخه  یې د بازار د نه شتون له امله له سوداګرو سره پاتې دي او نيمايي د پاکستان په نامه نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي. د ګومل ولسوالۍ د جلغوزيو سوداګر وایي، سږ کال په پکتيکا کې دوولس زره ټنه جلغوزي توليد شوي چې نيمايي یې لا په خپل ځای پاتې دي. هغوی وایي، د اورګون په بازار کې يې تر ۶  زره ټنه زيات جلغوزي د مناسبو بازارونو د نه شتون له امله پاتې دي او که دا حالت دوام وکړي سوداګر به په ميليونونوافغانۍ تاوان وکړي. د هغوی په خبره، دوى يو کيلو جلغوزي په ۹۰۰ افغانۍ پلوري خو پاکستاني سودا ګر همدغه جلغوزي د خپل هېواد په نوم نړيوالو بازارونو کې ۴۰۰۰  پاکستانيو کلدارو پلوري. هغوی افغان دولت په دې برخه کې په نه پاملرنې تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *