سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د پکتیکا ولایت د صفر یک قطعې قومندان وژل شوی دی

د پکتیکا ولایت د صفر یک قطعې قومندان وژل شوی دی

په پکتیکا ولایت کې د ځانګړو ځواکونو د صفر یک قطعې قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. دغه پيښه تير ماښام وروسته په شاوخوا اته نیمو بجو دکابل ښار دنهمې حوزې اړونده د دریم مکروریانو په سیمه کې رامنځته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان په کابل کې وژل شوی دي. قوماندان کاروان څه موده مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې په تېرو ١٦ کلونو کې ور باندې لږ تر لږه ٣٨ ځلې مرګوني بريدونه شوي. هغه ويلي وو، چې په دې موده کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ سوه ملګري وژل شوي او له زرو ډېر ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو دقوماندان عزیز الله دوژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی. طالبانو په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې قوماندان عزیزالله کاراون یې په کابل کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وژلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: