سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د پګواش نړیواله موسسه وايي ښايي طالبان هم د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کېږدي

د پګواش نړیواله موسسه وايي ښايي طالبان هم د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کېږدي

د پګواش نړیواله موسسه وايي ښايي طالبان هم د حزب اسلامي په څېر سولې ته غاړه کېږدي. د جګړو د حل په برخه کې دغه نړیواله موسسه وایي د سولې وروستیو هڅو او د طالبانو ځينو دریځونو دا هيلې پيدا کړې چې ګواکي دلته به سوله راشي او طالبان به هم له جګړو لاس واخلي. ددغه نړیوالې موسسې یوه غړي یوسف افتخار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مشرانو یې له بېلو اړخونو سره خبرې اترې لرلې دي. سرچینه زیاتوي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وروستۍ نښې نښانې د سولې نښې نښانې دي او جګړې به ډېر ژر کابو کړل شي. پګواش د سولې لپاره د حلو ځلو او جګړو درولو نړیواله موسسه ده چې د افغانستان د سولې په اړه یې هم څو ځله نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي دي. دوی لا هم هڅه کوي چې د طالبانو او افغان حکومت روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: