شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د چپرهار ولسوالۍ پیښه څیړل کیږي

د چپرهار ولسوالۍ پیښه څیړل کیږي

د ننګرهار والي وايي چې د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال د ملکي مرګ ژوبلې پېښه له کابل څخه د راغلي لوړ پوړي پلاوي له لوري په دقيقه توګه څېړل کېږي.

تېره شپه شاوخوا لس بجه د ملي امنيت اړوند د ۰۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو سيمې اړوند چينې کلي کې عمليات ترسره کړي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي، په دغو عملياتو کې د مشرانو جرګې د رييس فضل الهادي مسلميار د کورنۍ غړي په نښه شوي چې ۹ تنه يې وژل شوي او د يوې مېرمنې او يوې ماشومې په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.

په وژل شوو کسانو کې د چپرهار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان، د هغه دوه زامن او يو وراره هم شامل دي او دغه راز يې يو زوی او يو وراره ټپيان شوي هم دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار والي حيات الله حيات د چپرهار پېښه ډېره دردونکې بللې او د څېړنو ډاډ يې ورکړی دی.

هغه زياته کړه: ((د پېښې د دقېقې څېړنې لپاره له کابل څخه يو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به يې څېړنې پيل کړي.))

خوږياڼى مني چې په پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او د يوې مېرمنې او ماشومې په ګډون اته تنه نور ټپيان دي، چې ټپيان ټول تر درملنې لاندې دي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړی او د مشرانو جرګې د رييس ورور شمس الرحمن مسلميار د يادې پېښې د دقيقې څېړنې غوښتنه کړې ده.

هغه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د چپرهار ولسوالۍ په چينو کلي کې د ګډو ځواکونو د تېرې شپې عملياتو کې د مشرانو جرګې د رييس د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وژل شوي.

نوموړي د وژل شوو کسانو نومونه هم ليکلي او ورسره لاندې يې ليکلي، چې ټول د مشرانو جرګې د رييس د تره زامن او د تره لمسيان دي.

دى وايي: ((د مشرانو جرګې رييس سعودي عربستان ته په يوه رسمي سفر تللی له دې امله د نوموړي کورنۍ او خپلوانو پرېکړه کړې چې د شهيدانو د شهادت په درناوي او د مشرانو جرګې د رييس تر بېرته راتګ پورې مرکزي او ولايتي ادارو ته وخت ورکوي چې ياده درنه او نه جبرانېدونکې پېښه وڅېړي.))

هغه ګوتڅنډنه کړې، که ياده پېښه په دقيقه او جدي توګه ونه څېړل شي، عاملين يې مجازات نه شي؛ نو که له هغه وروسته د دوی له لوري هر ډول غبرګون رامنځته کېږي، مسوول به يې ولايتي او مرکزي ادارې وي.

د پېښې ټپيان او د قربانيانو د کورنيو غړي هم ورته څرګندونې کوي او وايي، هغه څه دې ورته روښانه شي چې له امله يې دوی د ۹ جنازو او ۸ ټپيانو درلودونکي شول.

د ټپيانو له ډلې د محمد امين په نوم تنکی ځوان چې هلته د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي، وايي، لومړی يوه چاودنه وشوه او بيا وروسته د پيکا او نورو سپکو وسلو ډزې پيل شوې.

هغه پژواک ته وويل، دوی له دې وېرې چې داعش يا طالب وسله والو پرې بريد نه وي کړی، له وسلې سره له کوره تښتېدل چې عمليات کوونکو ځواکونو يو يو په نښه کاوه.

د شاه تماس په نوم يوتن چې په پېښه کې يې زوی (زوره ور خان د سيمه ييزو پوليسو قوماندان) او درې لمسيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پېښې اصلي لامل په ګوته او عاملين دې يې مجازات کړي.

هغه وايي، عمليات کوونکي هم دولتي ځواکونه وو او وژل شوي هم دولتي ځواکونه ( د سيمه ييزو پوليسو سرتېري) وو؛ نو ولې ياده پېښه رامنځته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان دولت پلوي دغه ځانګړي ځواکونه ملکي کسان په نښه کوي، دوی چې د بهرنيو ځواکونو هوايي ملاتړ هم له ځانه سره لري، تر دې وړاندې يې هم د همدغې ولسوالۍ په ګډون يو شمېر نورو ولسواليو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: